افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام د يو ورځنيو سياليو پايلوبه كې نن پاكستان ته په سترې ماتې وركولو د دغو سياليو اتلولي خپله كړه.
پايلوبه په ماليزيا كې ترسره شوه، پچه يې د پاكستان لوبډلې وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۸ منډې وكړې، خو د پاكستان لوبډلې په ۲۲ اعشاريه يو اورونو كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو يوازې ۶۳ منډې جوړې كړې.
دا لومړى ځل و، چې افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته لار پيدا كړې وه، خو تر دې وړاندې درې ځلې نيمه پايلوبې ته وتلى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


