افغان دولت له نړيوالې ټولنې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د بريدونو د مخنيوي غوښتنه کړې
د ملي دفاع وزارت وايي، پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د مرميو توغولو موضوع يې له نړيوالې ټولنې سره شريکه کړې ده.
د دې وزارت وياند جنرال دولت وزيري پرون په يوه خبري ناسته کې وويل، له نړيوالې ټولنې او پاکستان سره يې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د مرميو توغولو په باب د افغان دولت اندېښنه شريکه کړې، خو پاکستان چې په دې ورستيو کې د نړيوالې ټولنې تر جدي ګواښونو لاندې دى، د ټولو اصولو خلاف ياد بريدونه ردوي او انکار کوي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed