په هلمند ولايت كې د امنيتي سرتېرو په وياړ د واليبال پيل شوې سيالۍ، چې شاوخوا دوه اونۍ يې دوام وكړ، تېره ورځ د حيات لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو وروستي پړاو ته حيات او اراکوزيا لوبډلې وتلې وې.
د پرونۍ لوبې په ترڅ کې حيات لوبډله وتوانېده، چې اتلولي ترلاسه او د واليبال د دې لوبو لومړى مقام خپل کړي.
د وروستۍ سيالۍ نندارې ته د هلمند مرستيال او سرپرست والي سردار محمد همدرد، د سرحدي لېوا قوماندان او يو شمېر نور مسوولين هم ورغلي وو.
سرپرست والي هلمند کې ورزشي برخه پياوړې وبلله او ژمنه يې وکړه، چې ولايت مقام به يې تر خپله وسه ستونزې حل کړي.
تر پايلوبې وروسته د ټورنمنټ ملاتړو کسانو ته د ورزش امريت له لوري ستاينليکونه ورکړل شول، د هلمند د والي حيات الله حيات لخوا د هڅونې په هدف لوبغاړو ته لس زره افغانۍ انعام ورکړل شو او يو شمېر تکړه لوبغاړو ته ډالۍ هم ووېشل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ