هرات کې د ولایتي شورا د اداري هیئت د ټاکلو په ټاکنو کې کامران علیزایي يو ځل بيا رييس وټاکل شو.
په دې ټاکنو کې کامران علیزایي، غلام حبیب هاشمي او حبیب الرحمن پدرام د ولایتي شورا مشرۍ لپاره نوماند وو.
د حبیب الرحمن پدرام له ګوښه کېدو وروسته، کامران علیزایي له غلام حبیب هاشمي سره سیالي وکړه، چې په پایله کې علیزایي په ۱۲غړو کې د ۱۱ تنو رايو په ګټلو سره د هرات د ولایتي مشر وټاکل شو.
په دې ټاکنو کې سید عظیم کبرزاني، مهدي حدید، فاطمه جعفري او حبیب الرحمن پدرام ګډون ونه کړ.
مهدي حدید د دې ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، دوی غوښتنه وکړه، چې دا ځل د شيعه کسانو څخه یو کس د مرستیال په ټوګه و تاکل شي خو هغوی نه ده منلې او دغه پنځه کسانو هم په ټاکنه کې برخه وانه خيسته.
په دغو ټاکنو کې توریالی طاهري د مرستیال په توګه او نجیب الله محبي هم د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
تر دې مخکې سکینه حسیني د هرات د ولایتي شورا منشي وه، خو هغې هم په نننيو ټاکنو کې ګډون ونه کړ.


