د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې پوځي عمليات پيل شول
افغان ګډو ځواکونو نن سهار پنځه بجې د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د ميوند (۰۸) په نوم تصفيوي عمليات پيل كړل.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې تر دې دمه له دوراهي سيمې د ولسوالۍ په لور شاوخوا درې کيلو مټره پرمختګ شوی او امنيتي ځواکونه لا هم د مخته تګ په حال كې دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed