داعشيانو د کونړ د استيناف څارنوالۍ اجراييه مدير وواژه

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د استیناف څارنوالۍ اجرایيه مدیر نن سهار د داعش وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د دې ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان کليد ته وویل، دا پېښه د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل سیمه کې رامنځته شوې ده.