كندهار كليد راډيو لس کلن مزل بشپړ او يوولسم کال يې پيل کړ.
د دې راډيو د لسمې کليزې د نمانځنې په هدف پرون له غرمې وروسته غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه كې د جمهور رئيس سلاکار وزير او مرستيال والي اغالالي دستګيري، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين، د پرېس کلب مسوول جاوېد تنوير، د ځوانانو چارو امر حفيظ الله پوپل او نورو ويناوالو د كندهار کليد راډيو لس کلنې مطبوعاتي هڅې وستايلې.
د کندهار کليد راډيو مسوول مدير تاج محمد ساحل ژمنه وکړه، چې د راډيو مطبوعاتي چارې به همداسې ګړندۍ ساتي.
کليد ګروپ پنځلس کاله مخکې فعاليت پيل کړی او د هېواد په رسنيز پرمختګ کې يې ګټور رول لوبولی دی.


