د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

له متحده عربي اماراتو سره د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د افغانستان د کرکټ ۱۴ كسيزه ملي لوبډله اعلان شوه.
د كركټ بورډ د غوراوي كمېټې مشر نوروز منګل نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دا سيالي د روانې نومبر مياشتې له ۲۹مې نېټې د ډسمبر تر دويمې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.