ads

د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

له متحده عربي اماراتو سره د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د افغانستان د کرکټ ۱۴ كسيزه ملي لوبډله اعلان شوه.
د كركټ بورډ د غوراوي كمېټې مشر نوروز منګل نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دا سيالي د روانې نومبر مياشتې له ۲۹مې نېټې د ډسمبر تر دويمې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

نویسنده: sarwan
26 لړم 1396

هغه زياته كړه، د يادې لوبې لپاره د لوبډلې مشري اصغر ستانکزى کوي او په لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتى، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر ځاځى، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، شرف الدين اشرف، دولت ځدراڼ او محمد يمين احمدزى ګډون لري.
د منګل په وينا، د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره فريد احمد ملک، منير احمد او حمزه هوتک د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د انټرکانټېنېټل کپ سياليو په جدول کې د ۱۰۱ نومرو په دردلو سره تراوسه لومړى ځاى لري او که چېرې له متحده عربي اماراتو څخه دا لوبه وګټي او يا هم مساوي پاى ته ورسېږي، نو بيا هم افغانستان دغه کپ په خپل نوم کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA