ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې د FAO موسسې له لوري پر يو شمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني تېره ورځ د يادو غنمو د وېش پر مهال بزګرانو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلال فصل وکري.
نوموړي وويل، چې بزګرانو ته يې پر وخت خبر ورکړی چې په خپلو ځمکو کې کوکنار ونه کري او که چا سرغړونه وکړه دوی به ور سره قانوني چلند وکړي.
بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم پر وېش خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې په خپلو ځمکو کې به حلال فصلونه وکري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ