ايران وايي، په دغه هېواد کې يې له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره ۷۰ ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د ايران د کرمانشاه د والي مرستيال وايي، په دې زلزله کې خلکو ته لږ تر لږه ۵۰۰ ميليونه ډالره مالي زيان اوښتی دی.
د ايران د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون يې د زلزلې ځپلو سره ۷۰ ميليونه ډالره، د مرستې اعلان وکړ او همدارنګه ويل کېږي، د وېجاړو شويو سيمو لپاره هم ۱۶۵ ميليون ډالره په پام کې نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د ايران او عراق ترمنځ پوله کې سختې زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ