د کابينې غونډې د جمهور رييس غني په مشرۍ د هېواد د نفوس د نوي اټکل طرحه په پرنسيپ کې تائيد کړه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چهارشنبې په ورځ د کابينې په غونډه کې د نفوسو د احوالو د ثبتولو ادارې رييس د هېواد هغو وګړو ته چې عادي تذکره يې تراوسه نه ده ترلاسه کړې، د تذکرو د وېش د کمپاين طرحه غونډه کې مطرح کړه.
هغه وويل، دا اټکل له ريموټ سنسنګ سيسټم څخه په استفادې ترسره کېږي.
په پايله کې د کابينې له لوري دا طرحه ومنل شوه.
کابينې د مرکزي احصائيې ادارې رئيس ته دنده وسپارله چې په شپږو اوونيو کې د هېواد د نفوس اټکل د اړوندو وزارتونو او بين المللي ټولنې د نفوس سروې له شمېرو سره همغږي او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د نفوس شمېرلو ميکانيزم له متخصصينو او د نظرخاوندانو سره مطرح او د نفوس د اټکل په موخه يو واضح فورمول تعيين او پر بنسټ يې د هېواد نفوس مشخص کړي او نهايي طرحه دې د کابينې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
کابينې د مرکزي احصائيې ادارې رئيس څرګنده کړه، دا پروسه د هېواد په ټولو اداري واحدونو کې د ۱۳۹۶ کال لېندۍ مياشتې څخه د ۱۳۹۶لمريز کال تر پاي پورې پلان شوې او د هغې د تطبيق پړاونه د ۱۳۹۷ کال له حمل مياشتې پيل او د چنګاښ ترپايه به د څلورو مياشتو لپاره عملي شي؛ دا طرحه تائيد شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې لا تر اوسه د هېواد د نفوسو پوره شمېرې نه دي موجودې.
د افغانستان د احصايې د مرکزي ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۶ کال کې د اټکل له مخې د هېواد نفوس ۲۹ اعشاريه ۷ ښودل شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


