کابل د اسلام اباد د راکټي بريدونو په مقابل کې د ورته اقدام پرېکړه وکړه

ملي دفاع وزات په کونړ او ننګرهار کې سرحدي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان له لوري د توپونو متقابل ځواب ورکړي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري رسنيو ته ويلي، چې افغان حکومت دا موضوع ملګرو ملتونو او پاکستان سره شريکه کړې او له خپلو امنيتي ځواکونو يې غوښتي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو په مقابل کې بېرته ورته اقدام وکړي.