ads

کابل د اسلام اباد د راکټي بريدونو په مقابل کې د ورته اقدام پرېکړه وکړه

ملي دفاع وزات په کونړ او ننګرهار کې سرحدي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان له لوري د توپونو متقابل ځواب ورکړي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري رسنيو ته ويلي، چې افغان حکومت دا موضوع ملګرو ملتونو او پاکستان سره شريکه کړې او له خپلو امنيتي ځواکونو يې غوښتي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو په مقابل کې بېرته ورته اقدام وکړي.

نویسنده: sarwan
25 لړم 1396
کابل د اسلام اباد د راکټي بريدونو په مقابل کې د ورته اقدام پرېکړه وکړه

ملي دفاع وزات په کونړ او ننګرهار کې سرحدي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان له لوري د توپونو متقابل ځواب ورکړي.
د دې وزارت وياند جنرال دولت وزيري رسنيو ته ويلي، چې افغان حکومت دا موضوع ملګرو ملتونو او پاکستان سره شريکه کړې او له خپلو امنيتي ځواکونو يې غوښتي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو په مقابل کې بېرته ورته اقدام وکړي.
د وزيري په وينا، دا موضوع افغانستان لپاره د منلو وړ نه ده او له ټول ځواک څخه به ګټه واخلي، ترڅو وکولی شي د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو نږدې څلور ورځو راهيسې د کونړ او ننګرهار پر يو شمېر سرحدي ولسواليو د پاکستان له لوري توغندي توغول کېږي، چې له کبله يې نږدې دوه سوه کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA