ads

نجيب الله احمدزی: د ټاکنو خپلواک کميسيون کې خپل کار ته ادامه ورکوم

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس نجيب الله احمدزی چې تېره ورځ د جمهور رييس غني له لوري له دندې لرې کړی شو، نن په يوه خبري غونډه کې وويل، که ده له حکومت سره جوړ جاړی کړی وی، نو له داسې برخليک سره به نه مخ کېده.

نویسنده: sarwan
25 لړم 1396

احمدزي زياته کړه، جمهور رييس دی د نا سمو مشورو پر بنسټ له دندې لرې کړی دی او وايي، دی اوس هم د کمېسيون رئيس دی او په دې اړه د جمهور رييس پرېکړه ناقانونه بولي او وايي، خپل کار ته ادامه ورکوم.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام جمهوري رياست د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر نجيب الله احمدزی له دندې لرې او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ته يې د نويو کانديدانو د معرفي کېدو سپارښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پنځو کمېشنرانو هم تېره ورځ په يوه ليک کې د نجيب الله احمدزي د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA