ads

د ننګرهار ۴ ولسوالیو کې له ۱۲ ټولګي فارغې نجونې نشته

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې له دوولسمو ټولګیو فارغې نجونې زدهکوونکې نه لري او دوی ټولې تر شپږم ټولګي وروسته زدهکړې پرېږدي.

نویسنده: sarwan
24 لړم 1396
د ننګرهار ۴ ولسوالیو کې له ۱۲ ټولګي فارغې نجونې نشته

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې له دوولسمو ټولګیو فارغې نجونې زدهکوونکې نه لري او دوی ټولې تر شپږم ټولګي وروسته زدهکړې پرېږدي.
د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ښځینه ښوونکو نشتوالی، کلتوري محدودیتونه او ناسم دودونه هغه مسایل دي، چې له کبله یې د نجونو زدهکړې له ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست سرپرست سید عیسی سادات وايي، په څلورو ولسوالیو دوربابا، نازیان، اچین او لعلپوره کې تر اوسه نجونې له دوولسمو ټولګیو نه دي فارغې شوي.
هغه وایي، په یو شمېر ولسوالیو کې کورنۍ خپلې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته نه پرېږدي، نو ځکه یې پر وړاندې ستونزې هم ډېرې دي: ((په دوربابا، نازیان، اچین او لعل پوره کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي، علت یې هم کورنۍ ستونزې او د یو شمېر کورنیو ممانعت دی.))
په همدې حال کې بیا د یونیسف ادراې چارواکي د ټول هېواد په کچه ختیځ هغه سیمه یاده وي، چې کمې نجونې پکې ښوونځيو ته ځي.
په ختیځ کې د یونیسف ادراې مشرې سپینګ وانګ په خپلو خبرو کې وویل، چې ننګرهار او لغمان کې ۶۰ سلنه، کونړ کې ۵۷ سلنه او نورستان کې ۳۰ سلنه نجونې هر کال په ښوونځیو کې شاملېږي: ((په خواشینۍ سره باید ووایم، چې د ټول هېواد په کچه ختیځ کې کمې نجونې هر کال په ښوونځیو کې شاملېږي، چې له ډلې یې ننګرهار او لغمان کې ۶۰ سلنه، کونړ کې ۵۷ سلنه او نورستان کې تر ټولو کمې یعنې ۳۰ سلنه نجونې هر کال په ښوونځیو کې شاملیږي.))
له بل لوري بيا د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي هم په نیمه کې د نجونو له لوري د ښوونځیو پرېښودل په یو شمېر ښوونځیو کې د نارینه ښوونکو او مسوولینو ګمارل او د کورنۍ ستونزې یادوي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه انیسه عمراني وايي، ډیری داسې مسایل ورسره ثبت شوي، چې نجونې په نیمه کې ښوونځي پرېږدي او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي: ((هغه خویندې چې په نیمه کې ښوونځی پرېږدي، سبب يې کورني مسايل دي او يو شمېر وروڼه د خپلو خويندو د زده کړو پر وړاندې خنډ کېږي.))
بل لور ته بیا یو شمېر زدهکوونکي وایي، د دوی ډیری ټولګيوالو په نیمه کې ښوونځي پرېښي دي، چې سبب یې د کورنیو فشار بولي.
تلوسه د پوهان صدیق الله ریښتین ښوونځي د نهم ټولګي زدهکوونکې وایي: ((زما یوه ټولګيواله وه، په شپږم ټولګي کې يې ښوونځی پرېښود اوس سخت ارمان کوي، زه له ټولو پلرونو غواړم چې خپل اولادونه پرېږدي، چې خپل ارمان ته ورسېږي.))
ولایتي چارواکي بیا وایي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې به له جګړو وروسته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په نیمه کې د نجونو د ښوونځیو پریښودلو سبب ناامني او د يو شمېر خلکو له لوري ناسم تبلیغات يادوي: ((هغو سیمو کې چې اوس امنیت ښه شوی، بېرته به ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د نجونو د ښوونځیو د پرېښودلو یو تر ټولو ستر سبب د ناامنۍ تر څنګ د ځینو خلکو له لوري ناسم تبلیغات دي.))
په ننګرهار کې داسې مهال د نجونو له لوري د ښوونځيو د پرېښودو ستونزه مطرح کېږي چې د افغانستان په يو شمېر نورو جنوبي او جنوب ختيځو ولایتونو کې هم نجونې هومره زړه نه ښه کوي چې ښوونځیو ته لاړې شي او يا هم د کورنیو له لوري نه پرېښودل کېږي چې ښوونځیو ته لاړې شي، خو په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې يو څه پرمختګ شوی او اوس مهال ډېری کورنۍ غواړي نجونې يې زده کړې وکړي او بېرته خپلې ټولنې ته خدمت وکړي. اما په دې ټولو ولایتونو کې د خلکو ټينګار پر دې دی چې د ښوونځي ټولې ښوونکې باید ښځې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA