د كاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو سيمه كې تېر ماښام د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې په دې جګړه كې درې طالبان وژل شوي او يو تن ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، چې د نښتې په مهال يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.
د يوسفزي په خبره، سيمه ييزو پوليسو له څو ورځو راهيسې د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو سيمه كې له طالبانو څو کلي نيولي او اوس طالبان هڅه كوي، چې بېرته دغو سيمو ته داخل شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تېره جمعه په ياده سيمه كې هوايي بريد لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.


