ټاکل شوې د قوس مياشتې په ۴مه نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي

ارګ وايي، د راتلونکې قوس مياشتې په څلورمه نېټه به نوي نوماند وزيران د باور رايې د اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي كليد ته وويل، كه څه هم جمهوري رياست پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفي كولو لپاره وروستى وخت د محرم له لسمې نېټې وروسته موده ټاكلې وه، خو دا ځل ارګ ټينګار کوي، چې نوي كانديدان وزيران به د قوس مياشتې په څلورمه ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.