ads

ټاکل شوې د قوس مياشتې په ۴مه نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي

ارګ وايي، د راتلونکې قوس مياشتې په څلورمه نېټه به نوي نوماند وزيران د باور رايې د اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي كليد ته وويل، كه څه هم جمهوري رياست پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفي كولو لپاره وروستى وخت د محرم له لسمې نېټې وروسته موده ټاكلې وه، خو دا ځل ارګ ټينګار کوي، چې نوي كانديدان وزيران به د قوس مياشتې په څلورمه ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

نویسنده: sarwan
24 لړم 1396

ولسي جرګې تېر كال اووه وزيران د خپلو وزارتونو له ۷۰ فيصده د زياتې پراختيايي بوديجې د نه مصرفولو له كبله سلب صلاحيت كړل او تراوسه دا وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره كېږي.
بلخوا د ملي يووالي حكومت د رهبرۍ له لوري څو وزيران د كاري بې كفايتۍ له كبله له دندو ګوښه او پر ځاى يې نوي كانديد وزيران د سرپرستانو په توګه وټاكل شول.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال له لسو زيات وزارتونه سرپرست وزيران اداره كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA