ads

هرات كې د پنځو قوماندانانو په ګډون لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي ځواكونو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، چې په دغو عملياتو كې د پنځو قوماندانانو په ګډون له ۳۰ زيات طالبان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
24 لړم 1396

د امنيتي ځواكونو عمليات له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو له شتونه د شينډنډ ولسوالۍ د پاكولو په هدف پيل شوي دي.
ځايي چارواكي وايي، چې د عملياتو په ترڅ كې تراوسه د يادې ولسوالۍ ګڼې سيمې د طالبانو له شتونه پاكې شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA