ads

د سولې شورا: ترکمنستان غواړي د افغانستان سولې لپاره طالبانو ته دفتر پرانیزي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سیمې هېوادونه اوس په دې پوهېدلي، چې په افغانستان کې سوله راوستل د ټولو په ګټه ده.
د سولې عالي شورا د مسوولینو په خبره، د سیمې هېوادونه هڅه کوي، چې په دې هېواد کې د سولې راوستلو لپاره طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي.

نویسنده: sarwan
24 لړم 1396

دوی زیاتوي، چې د سولې شورا غړو په هېواد کې د سولې د راوستو په موخه په دې وروستیو کې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي، چې وروستی یې اندونیزیا ته وو.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد خوست کې د خپل سفر پرمهال وویل، چې ترکمنستان په افغانستان کې د سولې راوستو په موخه خپل هېواد کې طالبانو ته دفتر خلاصوي.
د مجاهد په خبره، ترکمنستان ژمنه کړې، چې هڅه به وکړي، طالبان سولې ته حاضر کړي.
د ده په وينا، د سولې شورا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي، چې د ولایتونو له خلکو سره د سولې راوستو په اړه نظرونه تبادله کړي.
نوموړی وايي، د سولې عالي شورا موخه دا ده، چې په ولایتونو کې خلک د سولې په ارزښت وپوهوي، او په افغانستان کې سوله راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت تل ادعا کړې، چې وسله والو طالبانو ته یې په خپله، د نړیوالو او پاکستان په خوله د سولې غږ کړی، خو طالبان او پاکستان په یوه او بله بهانه د کابل او نړیوالو وړاندیزونه ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA