امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د کندهار د میوند او ژړې ولسوالیو ترمنځ پر پرتو امنیتي پوستو وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کړی، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
جګړه دشپې ناوخته پیل شوه، چې څو ساعته يې دوام وکړ.
د کندهار د امنیې قومندانۍ مرستیال ویاند مطيع الله هلال کليد ته وويل، چې په دې نښته کې تر اتیا زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي وویل، د وسله والو تر ۴۵ زیات کسان وژل شوي او تر ۳۵ نور يې ټپیان دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ د مرستیال د وياند په وينا، په دغه جګړه کې ۳۷ افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې ۲۲ تنه سرتېري وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
مطيع الله هلال زياتوي، وسله والو غوښتل چې دغه پوستې سقوط کړي، خو د افغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


