د نوو كانديد وزيرانو د برخليك په اړه ضد او نقيض څرګندونې کېږي

كه څه هم جمهوري رياست پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفي كولو لپاره وروستى وخت د محرم له لسمې نېټې وروسته موده ټاكلې وه، خو نوي كانديدان وزيران تراوسه ولسي جرګې ته معرفي شوي نه دي. جمهوري رياست وايي، حكومت د نوو كانديد وزيرانو لېست په پارلماني چارو كې د دولت وزارت ته سپارلى دى.