د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تېر مازديګر امريكا او كاناډا ته په رسمي سفر لاړ.
د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، چې عبدالله او ورسره ملګرى پلاوى به يې د امريكا او كاناډا له لوړ پوړو چارواكو سره وګوري او خبرې به وكړي.
اجرائيه رئيس به همدارنګه د متحدو ايالتونو د سنا جرګې او كنګرې له غړو سره د افغانستان د وضعيت او پرمختګونو او د ملي يووالي حكومت د ستونزو په اړه بحث او د نظر تبادله وكړي.
عبدالله به د دې سفر په مهال د واشنګټن په څو تحقيقاتي مركزونو كې د افغانستان او سيمې د حالت په اړه ويناوې وكړي.
اجرائيه رئيس به همداراز په كاناډا كې په هاليفاكس نړيواله امنيتي غونډه كې ګډون او وينا وكړي.
عبدالله به نيويارك ته هم لاړ شي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې به د افغانستان د وضعيت په اړه د دغه سازمان د كلني پرېكړه ليك په تړاو وغږېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


