ads

پکتیا کې ناوړه دودونو د ښځو د پرمختګ مخه نیولې

د پکتیا د ښځو شبکې مسوولينې وایي، په دې ولایت کې لا هم د ښځو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي، چې دغو ستونزو د ښځو د مخته تګ مخ نیولې ده.
دوی له حکومت څخه غواړي د ښځو د اقتصادي حالت د ښه کېدو ترڅنګ د تعلیم په وړاندې يې شته ستونزې حل کړي.

نویسنده: sarwan
22 لړم 1396
پکتیا کې ناوړه دودونو د ښځو د پرمختګ مخه نیولې

د پکتیا د ښځو شبکې مسوولينې وایي، په دې ولایت کې لا هم د ښځو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي، چې دغو ستونزو د ښځو د مخته تګ مخ نیولې ده.
دوی له حکومت څخه غواړي د ښځو د اقتصادي حالت د ښه کېدو ترڅنګ د تعلیم په وړاندې يې شته ستونزې حل کړي.
د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وایي، په پكتيا ولایت کې د ښځینه مسلکي استادانو نشت د نجونو د تعلیم په وړاندې لویه ستونزه ده.
هغه زياتوي: “موږ چې له دولت څخه خاصه پاملرنه غواړو هغه دا ده، چې موږ ته د تعلیم په برخه کې توجه وشي لکه څنګه چې موږ د ولسوالیو په کچه د ښځینه مسلکي استادانو له کمښت سره مخ یو او مسلکي استادانې نه لرو، موږ به تر کومه وخته دا وایو، چې مسلکي استادانې نه لرو. د عامې روغتیا وزارت نه مو هم دا غوښتنه ده، چې په دې کې موږ سره همکاري وکړي، ترڅو دا ستونزه په پکتیا کې حل شي.”
د ښځو چارو رئيسه نسرین اوریاخېل وایي، په دغه ولایت کې لوړ ولور کورنى تاوتریخوالى زیات کړی دى.
د نوموړې په وينا، هغه لاملونه، چې د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل دي، هغه دا دي، چې یو په پکتیا کې بدبختانه لا هم لوړ ولور موجود دی، د دې له وجې هم کومه نجلۍ، چې بل کور ته ځي، هغه له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د هغې په وينا، پر دې سربېره بله موضوع د بدل ودونو ده، چې ولور زیات دی او خلک مجبور دي بدل ودونو ته زړه ښه کړي، یا هم په ځينو سیمو کې د تعلیم مخه نیول کېږي.
اوریاخېل په تېرو څو کلونو کې د ښځو د پرمختګونو یادونه کوي او وایي، د حرفوي زده کړو ګڼ پروګرامونه يې پلي كړي، چې د بې روزګارۍ ستونزه یې حل کړې ده.
د ښځو د برخو فعالانې له قومي مشرانو او اړوندو دولتي ادارو غواړي، چې د لوړ ولور د کموالي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي كړي.
د پکتیا په ځینو سیمو کې د لوړ ولور د کموالي لپاره قومي تړونونه وشول، چې د قوي څار د نشتون له امله تر ډېره عملي نه شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA