پکتيکاوالو پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځول وغندل

سلګونو پکتيکاوالو د يكشنبې په ورځ د يو پراخ لاريون په ترسره کولو سره د پاكستان له لوري پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځول او د ولسي جرګې هغه پرېکړه وغندله، چې په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کليمې نه ليکل کېږي.