سلګونو پکتيکاوالو د يكشنبې په ورځ د يو پراخ لاريون په ترسره کولو سره د پاكستان له لوري پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځول او د ولسي جرګې هغه پرېکړه وغندله، چې په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کليمې نه ليکل کېږي.
لاريون كوونكو د پاكستان د استخباراتي ادارې آى اېس آى او په ولسي جرګه کې د هغو وکيلانو په ضد شعارونه ورکول، چې په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کليمو د ليکلو په اړه يې د جمهور رئيس غني فرمان ته د رد رايې کارولې وې.
دوى له افغان دولت نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې په تذکرو کې دې د افغان او اسلام کليمې وليکل شي او که داسې ونه شي، نو په دې ته ورته نورو لاريونونو او مدني فعاليتونو به لاس پورې کړي.
لاريون کوونکي وايي، پر ډيورنډ فرضي کرښې د پاکستان له لوري د سيم او کټارو جوړول لا هم دوام لري، خو زرګونه پکتيکاوال اماده دي، چې د پاکستانيانو له لوري د دې کار مخه ونيسي.
مدني فعال يعقوب خان منظور وويل، نيږدې درې نيم زره ځوانانو له دوى سره نومليکنه کړې، ترڅو د پاکستان د دې کار مخه ونيسي او دغه سيم او کټارې بېرته ونړوي.
د لاريون برخه والو د پاکستان په ضد د شعارونو په ورکولو سره وويل، ياد هېواد هر وخت افغانستان او او فغان ولس ته زيان رسولى، خو په وينا يې، دوى اماده دي، چې د هرې کړنې په وړاندې يې ودرېږي.
دوى په ولسي جرګه کې يو شمېر وکيلان هم د نورو هېوادونو لاسپوڅي وبلل او د هغوى په ضد يې هم شعارونه ورکړل.
د لاريون په وروستيو شېبو کې د بريتانيا بيرغ ته په دې هدف اور ور واچول شو، چې سفير يې په خپلو خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښه رسمي کرښه بللې وه.


