د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له قوماندان جنرال جان نيکولسن سره ليدلي دي.
د اجرائيه رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنيتي بدلونونو او وروستي امنيتي وضعيت په اړه خبري وشوې.
سرچينې ويلي، چې دواړو لورو د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د شجاعت او وړتياوو ستاينه وكړه او د هېواد د دښمنانو په ضد وروستي عمليات يې بريالي وبلل.
په خبرپاڼه كې د عبدالله او نيكولسن د خبرو زيات جزيات نه دي خپاره شوي.


