د هلمند د والي حيات الله حيات په مشرۍ د نظامي شورا غونډه تېره ورځ په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې ترسره شوه، چې پکې د دې ولايت پر امنيتي وضعيت هر اړخيزې خبرې وشوې او د پوځي عملياتو په اړه لازم پلانونه جوړ شول.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې غونډه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي، د ۵۰۵ بُست زون قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل، د ملي امنيت رئيس تورن جنرال محمد ياسين خان او يو شمېر نورو امنيتي منسوبينو ګډون درلود.
غونډه کې د ميوند (۰۷) عمليات بريالي ياد شول او وويل شول، چې د دغو عملياتو له مخې وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي، ګڼې سيمې تصفيه شوې او سلګونه کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه شنډ شوي دي.
د نظامي شورا غونډه كې د نوو عملياتو د پلانونو ارزونه وشوه، د لا اغېز لپاره يې لازم تدابير ونيول شول او ژر به په يو شمېر ولسواليو کې دغه عمليات پيل شي.
دغه راز غونډه کې هلمند ته د هند د مرسته شوو غنمو د لېږدولو په هکله هم پر تدابيرو خبرې او د انتقال لپاره يې لازمې پرېکړې وشوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


