ads

غزني کې د ډاکتر نجیب الله بنسټ له بې سرپرستو ماشومانو سره مرسته وکړه

په غزني کې له یو شمېر بې سرپرستو ماشومانو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
په ياد ولايت کې د ډاکتر نجیب الله بنسټ له یو شمېر هغو بې سرپرستو ماشومانو سره مرسته وکړه، چي پلرونه يې په دې ورستیو جګړو کې، چې د امنیتي سرتېرو په لیکو کې يې دنده سرته رسوله، له لاسه ور کړي دي.

نویسنده: sarwan
21 لړم 1396

یاده مرسته چې د ژمي جامې په کې شاملې وې د غزني د قومي مشرانو په شتون کې وشوه.
له يادو مرستو اخيستونکو يوه یتیم ماشوم په خپل ماشومانه ګړدود کلید ته وویل، چې پلار يې نشته خو تر اوسه داسې څوک نه دي پیدا شوي، چې له دوی سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې قومي مشرانو د ډاکتر نجیب الله د بنسټ له لوري له بې سرپرستو ماشومانو سره مرستې هرکلی وکړ او د مننې تر څنګ يې د دغه بنسټ کړنې او فعالیتونه وستایل.
دوی هيله څرګنده کړه، چې بايد دا ډول مرستندويه بنسټونه نور هم جوړ شي تر څو بې سرپرستو او اړو کورنيو سره مرسته وکړي.
په غزني کې د ياد بنسټ مشر شایسته خان غزنیوال د يتیمو او له بې وسه ماشومانو سره د مرستې په لړ کې وویل، چې دوی يوازې دومره مرسته له دې بې وسه او بې سرپرستو ماشومانو سره کړې، چې له وسې يې پوره وه.
قومي مشرانو له همدغه ځایه د جنګ په ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې نور جنګ بس کړي، تر څو نور ټولنه کې يتيم ماشومان پيدا نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA