هلمند کې يو شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او له دولت څخه په دې برخه پاملرنه غواړي.
د لښکر ګاه ښار يو شمېر ماشومانو کليد ته وويل، چې په ماشومتوب کې د دوی درانه کارونه د دوی راتلونکي ته زيان رسوي او زياتوي، چې دا چاره کولی شي ټولنه هم په راتلونکي کې له ځينو خطرونو سره مخ کړي.
دوی وايي، درنوکارونو ته د کورنيو د مشرانو له لوري هڅول کېږي، چې ځينې يې حتی د کورنيو د سرپرستانو دنده هم پر غاړه لري.
په ورته وخت کې د هلمند د پوهنتون يو استاد محمد اسماعيل مهربان د ماشومانو د درنو کارونو په اړه وايي، دغه ماشومان چې درانه کارونه کوي، دوی جسماني او روحي وده نه شي کولی او ځينې ماشومان د نورو ماشومان پر پرتله د کمترۍ احساس کوي.
نوموړی د ماشومانو د راتلونکي په اړه ټولنه ګرمه بولي او دا مسووليت د ټولنې د اړوندو مسوولينو چاره بولي، چې راتلونکي لپاره يې بايد لازم تدابير ونيول شي.
بل پلو بيا د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس صديق الله خالقي هم مني، چې يو شمېر تنکي ماشومان درانه کارونه کوي خو زياتوي، دغه ماشومان ځينې يې داسې دي، چې د کور سرپرست نه لري نو ځکه يې درنو کاورنه نو ته مخه کړې ده او ځينې بيا د کور د مشرانو لخوا شاقه کارونو ته هڅول کېږي.
دی زياتوي، د هغو ماشومانو په اړه يې سروې پيل کړې ده، چې د کورنيو د مشرانو له لوري درنو کارونو ته هڅول کېږي او په خبره يې د يادو ماشومانو مشران به قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، چې په خپلو ماشومانو درانه کارونه کوي.
د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس په وينا، هغه ماشومان چې د کور سرپرست نه لري، له هغوی سره به مرستې وکړي او زده کړو لپاره به ورته زمينه برابره کړي.
د يادولو ده، چې په هلمند کې يو شمېر ماشومان د کور د سرپرستانو په توګه درانه ځکه ترسره کوي، چې جګړو او ماين چاودنو يې د کور سرپرستان له لاسه ورکړي دي او اوسمهال دغه ماشومان له نامعلوم برخليک سره مخ دي.





کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


