ads

حامد کرزي او د روسيې سفير د عنعنوي لويې جرګې په اړه خبرې کړي

د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په کابل کې د روسيې له سفير سره د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې جرګې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

نویسنده: sarwan
21 لړم 1396
حامد کرزي او د روسيې سفير د عنعنوي لويې جرګې په اړه خبرې کړي

د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په کابل کې د روسيې له سفير سره د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې جرګې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه له الکساندر منتيتيسکي سره تېره ورځ د ده په کاري دفتر کې شوې ده.
دا چې د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې جرګې په اړه د دوی خبرې څه ډول وې جزيات نه دي خپاره شوي.
حامد کرزی په داسې حال کې له روسيې سره خپله اړيکه ښه ساتلې ده، چې له امريکا سره يې اړيکې تر بل هر وخته لږې ترينګلې شوې دي او حتی په افغانستان کې يې د امريکايي پوځيانو له شتون سره مخالفت څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې حامد کرزي په ځلونو د روسيې له سفير سره ليدنې کړې دي او څو ځله يې مسکو ته هم سفرونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA