ads

کاپيسا کې ملي اردو پر طالبانو هوايي بريد کړی

د کاپيسا امنيتي چارواکي د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د هوايي بريد له کبله د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
20 لړم 1396
کاپيسا کې ملي اردو پر طالبانو هوايي بريد کړی

د کاپيسا امنيتي چارواکي د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د هوايي بريد له کبله د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې دا بريد تېر مازديګر د تګاب په جنوبي برخه کې د طالبانو پر يوې غونډې شوی دی.
هغه زياته کړه، چې په دغه هوايي بريد کې د تګاب لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي احسان الله په ګډون لږ تر لږه ۲۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي، د تګاب د احمدزيو په سيمه کې د وسله والو پر مرکز بې پيلوټه الوتکې بمبار کړی، چې مرګ ژوبله يې اړولې، خو د وژل شوو او ټپيانو شمېر معلوم نه دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په پيل کې هم په ياده سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA