ads

پکتیا کې مدني فعالان له حکومته غواړي د ټاکنو په کمیسیون کې دې لاسوهنه نه کوي

په پکتیا کې مدني فعالانو او قومي مشرانو نن په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون پر مشرتابه فشارونه وغندل او دا یې د قانون خلاف عمل وباله.

نویسنده: sarwan
20 لړم 1396
پکتیا کې مدني فعالان له حکومته غواړي د ټاکنو په کمیسیون کې دې لاسوهنه نه کوي

په پکتیا کې مدني فعالانو او قومي مشرانو نن په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون پر مشرتابه فشارونه وغندل او دا یې د قانون خلاف عمل وباله.
دوی وويل، چې په وروستيو کې د حکومت د داخل او ځينې له حکومت بهرنۍ کړۍ پر نجيب الله احمدزي فشارونه واردوي او استعفا ته يې اړ کوي.
مدني فعال سمیع الله احمدزی وايي، (( د دولت په داخل کم ځینې کړۍ دي، فعلاٌ د حکومت دننه دي، چې هغه د مختلفو هېوادونو لخوا حمایه کېږي او د افغانستان ګټو ته ژمن خلک نه دي. هغه که په دواړو ټیمونو کې دي او یا د ټیمونو بهر دي، د پارلمان ځینې غړي دي، د ملت نه پټ نه دي.))
دوی ټينګار کوي، چې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو او د نړيوالو د باور د تر لاسه کولو لپاره د ټاکنو روڼ سيسټم او شفاف بهير اساسي شرط دی او د تامين لپاره يې نه يوازې حکومت په کې لاسوهنه ونکړي، بلکې د نورو د مداخلې مخه دې هم ونيسي.
يادو کسانو په ټاکنيزو کميسيونونو کې لاسوهنه په يادو ادارو د ولس د باور کمېدو او ختمېدو لپاره هم خطرناک وباله او ګواښ يې وکړ، چې که ياد فشارونه دوام وکړي، اعتراضي مدني حرکت به وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA