د غور ولايت ځايي چارواکي وايي، د فېروز کوه شپږ کلي وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي او په دې کليو کې يې خپل سپین بيرغونه ځړولي دي.
د غور والي محمد ناصر خاضع کلید ته وویل، چې طالبانو له درېیو ورځو راهيسې د فېرروز کوه ښار فیاق سيمه کې شپږ کلي نيولي دي.
د غور والي وایي، چې تر اوسه پورې د دغو کليو د نیولو لپاره عملیات نه دي پيل شوي.
په ورته وخت کې بيا د وسله والو طالبانو يو وياند قاري یوسف احمدي ادعا کوي، چې د فېروز کوه ښار ۱۰ کلي يې نيولي او د دې کليو شاوخوا ۱۵ سوه کورنۍ له دوی سره يو ځای شوې دي.
احمدي زياتوي، مولوي عیسی چې یو سیمه ییز قومندان هم دی له ۱۵۰ میله سپکو او درنو وسلو سره له دوی سره یوځای شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ او د ملي يووالي حکومت مشران يې په بې پروايي تورن کړل.


