ads

هلمند کې موټربم ځانمرګی بريد شوی

د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ کې موټر بم بريد دوه سرتېري برسېرن ټپيان کړي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار څه کم شپږ بجې د ناوې ولسوالۍ شورشورک سيمه کې يو هاموې ټانک، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د ګډو ځواکونو عسکري کمپ ته څېرمه د ملي اردو سرتېرو تر پېژندنې وروسته ورباندې ډزې کړې دي.

نویسنده: sarwan
20 لړم 1396

خبرپاڼه کې زياته شوې، ځانمرګي بريد کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې ټانک ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې يې يوازې دوه تنه سرتېري سطحي ټپيان شوي دي.
خو يوې امنيتي سرچينې کليد ته وويل، چې دغه بريد کې يو سرتېری وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې، چې ناوې ولسوالۍ کې يې د افغان ځواکونو مهم مرکز په نښه کړی او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA