ads

ننګرهار کې لسګونه لوستو ګونګیانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه لاریون وکړ

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې نن سهار لوستو ګونګیانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه لاریون وکړ.
ياد ګونګيان چې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته د یوه لاریون په شکل راټول شوي وو، پر دولت نیوکه کوله، چې تر اوسه یې هغوی ته لازم خدمات نه دي وړاندې کړي.

نویسنده: sarwan
20 لړم 1396

دغو لوستو ګونګیانو په اشاروي ژبه له رسنیو سره خبرې کولې.
د ګونګیانو ژباړن محمد نواب شېرزاد د هغوی د اشارو ژبه ژباړله او ویل یې، چې ګڼ شمېر داسې ګونګیان د هغوی په ټولنه کې شته، چې لوړې زده کړې هم لري، خو تر اوسه ورته په هېڅ اداره کې د کار زمینه نه ده برابره شوې.
هغه وویل، تر اوسه ورته د حکومت هغه امتیازات نه دي ورکړل شوي، چې کوم نورو معلولینو ته ورکول کېږي.
نوموړي وویل، په دوی کې داسې ګونګیان هم شته، چې د هېواد له رسمي ژبو سربېره په نړیوالو ژبو هم پوهېږي او په هره اداره کې د کار کولو وړتیا لري، خو د اسنادو د ورکړې پر مهال یې د ځینو ادارو کارکوونکي پرته له دې چې نوم لیکنه یې وکړي، برعکس تمسخر هم پرې کوي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي له رسنیو سره خبرو کې وویل، تر اوسه د دې ولایت هېڅ ادارې ته ګونګیانو رجوع نه ده کړې او که یې وکړي، نو ولایتي اداره ژمنه ده، چې د هغوی تحصیلي اسنادو ته په کتو به دنده ورکړي.
دا لومړی ځل دی، چې ننګرهار کې ګونګیان د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره غږ پورته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA