د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په څرخ او خروار ولسواليو کې د روانو عملياتو په مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح په وينا، د تازه عملياتو له پيل راهيسې تراوسه ۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
دی وايي، نړيوال ځواکونه په دې عملياتو د افغان امنيتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


