غزني کې پر امنيتي پوستو د وسله والو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو

د غزني د مرکز شهباز سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی.
د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې سيمې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد کړی، چې بريد يې په شا تمبول شوی او په ترڅ کې يې لس تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.