د غزني د مرکز شهباز سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی.
د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې سيمې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد کړی، چې بريد يې په شا تمبول شوی او په ترڅ کې يې لس تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس هم وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره شپه په ده يک ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په مهال يې يو ملکي وګړی وژل شوی او دوه تنه طالبان ټپيان شوي دي.
د دولت مخالفو وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


