د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوې په سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې پرمهال یې ۴ داعش او ۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وایي، په دغه نښه کې له دواړو لورو څخه څلور وسله وال ټپیان شوي هم دي.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


