ads

ننګرهار کې د دولت ۹ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت هسکې مېنې، بټي کوټ او چپرهار ولسواليو کې د وسله والو ډلو خپلمنځي او امنيتي ځواکونو سره د نښتو او هوايي بريد په ترڅ کې د يو ډلمشر په ګډون د دولت نهو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

نویسنده: sarwan
17 لړم 1396

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين سيمه کې تېره شپه د هوايي بريد له کبله يو داعش وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې د دې ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو ډلمشر وژل شوی او بل غړی يې ټپي دی.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ ملا کلي سيمه کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA