د ميدان وردګ امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې د پوليسو پر تعليمي مرکز د وسله والو طالبانو بريد يې په شا تمبولی او هغوی ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
د ميدان وردګ امنيه قوماندان جنرال فهيم قايم وويل، چې لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک ټونس ډوله موټر د پوليسو د ياد تعليمي مرکز د شمالي دروازې مخې ته وچاوه او بيا نورو وسله والو له څلورو خواوو پر دې مرکز بريدونه پيل کړل.
نوموړي زياته کړه، چې دويم ځانمرګي بريد کوونکي پر استينادي دېوال بريد وکړ، خو پر ويجاړولو يې ونه توانېده.
د قايم په وينا، درېيم ځانمرګی بريد کوونکی مخکې له دې، چې د ټوپ دښتې د پوليسو د تعليمي مرکز ورودي دروازې ته ځان ورسوي، د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شو.
د ميدان وردګ امنيه قوماندان همدارنګه وويل، ځانمرګي او وسله وال بريد کوونکي ونه توانېدل، چې محافظتي دېوالونه ويجاړ کړي او ياد مرکز ته داخل شي.
د قايم په خبره، د دوه ساعته جګړې په ترڅ کې ټول بريد کوونکي له منځه يوړل شول او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
خو وسله وال طالبان وايي، چې په دغه ډله ييز بريد کې يې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


