ads

مايک پينس جمهور رئيس غني سره ټيليفوني خبرې وکړې

د امريکا مرستيال جمهور رئيس مايک پينس تېر ماښام جمهور رئيس محمد اشرف غني ته ټيليفون وکړ او د افغانستان پر امنيتي حالاتو ورسره وغږېده.

نویسنده: sarwan
17 لړم 1396
مايک پينس جمهور رئيس غني سره ټيليفوني خبرې وکړې

د امريکا مرستيال جمهور رئيس مايک پينس تېر ماښام جمهور رئيس محمد اشرف غني ته ټيليفون وکړ او د افغانستان پر امنيتي حالاتو ورسره وغږېده.
د نوموړي دفتر وايي، دواړو خواوو په ټيليفوني خبرو کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پر مورال د جمهور رئيس ټرمپ د جنوبي اسيا او افغانستان د وروستۍ ستراتېژۍ پر اغېز او د طالبانو په اړه خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، مايک پينس د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د زړورتيا او د القاعده او داعش په څېر د نړيوالو ترهګرو خلاف د دوی د سرښندنو ستاينه وکړه.
سرچينه زياتوي، د امريکا مرستيال جمهور رئيس د افغان حکومت له لوري د اصلاحاتو او راتلونکو ټاکنو ته د تياريو ستاينه هم وکړه او ويې ويل، چې دا ټول د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي.
مايک پينس همدارنګه وايي، دواړو لورو د کابل او واشنګټن ترمنځ پر تلپايه مشارکت ټينګار وکړ.
بلخوا ارګ ويلي، چې جمهور رئيس غني د امريکا مرستيال جمهور رئيس سره د متحدو ايالتونو د نوې ستراتېژۍ پر پلي کېدو او د سيمې پر عمومي وضعيت د هغې پر اغېز، د هېواد د امنيتي او دفاعي بنسټونو پياوړتيا، له تروريزم او اداري فساد سره پر مبارزې، اصلاحاتو، سولې پروسې او د ټاکنو ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA