ads

د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډې جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه د سې شنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه.

نویسنده: sarwan
17 لړم 1396
د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډې جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه د سې شنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د دښمنانو ځپلو او د وطن په دفاع کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو د ستاينې ترڅنګ د غزني، اروزګان، کندهار، هلمند، فراه، کونړ، نورستان، هرات او بادغيس ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه هر اړخيز بحث او د دښمنانو د شومو پلانونو د دفعه کولو او شنډولو په تړاو لازمې لارښوونې وشوې.
د سرچينې په خبره، ملي امنيت شورا د وسلې د ساتنې او ګرځولو د جواز د ورکړې طرزالعمل تطبيقي پلان، چې کورنيو چارو وزارت له ټولو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتيب کړی، تصويب کړ او دغه وزارت يې موظف کړ، چې د هغه د تطبيق په هدف هر اړخيز اقدامات وکړي.
سرچينه زياتوي، همدارنګه د فارياب ولايت د امنيتي وضعيت ارزوونکي پلاوي په دې ولايت کې د ظلم او بشري سرغړونو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ، چې ملي امنيت شورا د قانون د هر اړخيز تطبيق په هدف لازمې لارښوونې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA