د ناټو سازمان او متحدينو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه، چې د افغانستان په اړه هم په کې خبرې کېږي، نن د بلجيم پايتخت بروکسل کې پيلېږي.
د ناټو سازمان مرستيال وياند پيرس کزاليټ وايي، په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ترڅنګ د متحدينو لسو نورو هغو هېوادونو، چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت کې برخه لري، هم ګډون وکړي.
د هغه په وينا، دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن، د ناټو ملکي استازى زميرمان، د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې استازي هم ګډون کوي.
کزاليټ زياتوي، د دغې دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو سازمان پر اړوندو مسايلو، امنيتي ننګونو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وشي.
نوموړی همدارنګه وايي، د کنفرانس دويمه ورځ افغانستان ته ځانګړې شوې ده، چې په کې به د ناټو د روزنې ماموريت او د افغانستان وروستي امنيتي حالات ارزول کېږي.
د کزاليټ په خبره، د ناټو يو شمېر غړو او متحدو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنې کړي او هيله کېږي، چې په دې غونډه کې به نور هېوادونه هم ژمنې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


