جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې متحده عربي اماراتو ته لاړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني به د لوور موزيم د پرانيستې مراسمو کې پر ګډون سربېره د متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو سره کتنې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا او امنيتي مسايلو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د هېواد جمهور رئيس سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د جمهوري رياست د عالي مقام دفتر رئيس عبدالسلام رحيمي او د ستراتېژيکو اړيکو او رسنيو مرستيال محمد هارون چخانسوري هم ملتيا کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


