ننګرهار کې لا هم ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتېږي
د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، ناامنیو په دې ولایت کې ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسین څخه بې برخې پاتې کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال د پوليو ضد د واکسين د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، چې د پولیو واکسین کمپاین په ترڅ کې به اوه لکه او شپږ شپېته زره د پنځو کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته واکسین ورسول شي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed