ads

ننګرهار کې لا هم ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتېږي‎

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، ناامنیو په دې ولایت کې ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسین څخه بې برخې پاتې کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال د پوليو ضد د واکسين د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، چې د پولیو واکسین کمپاین په ترڅ کې به اوه لکه او شپږ شپېته زره د پنځو کلنو څخه د کم عمر ماشومانو ته واکسین ورسول شي.

نویسنده: sarwan
16 لړم 1396

نوموړی وایي، بټي کوټ ولسوالۍ کې تازه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې د ویرویس اړیکه یې له پاکستان سره ده.
کاموال زياته کړه، د کمپاین چارې څلور زره پنځه سوه روغتیايي کارکوونکي او رضا کاران ترسره کوي، خو په درېیو ولسوالیو، پچیراګام، هسکه مېنه او نازیانو کې د ناامنیو له کبله ۱۳ زره ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کېږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حکومت په ټولو مخالفو وسله والو غږ وکړ، چې ددغې ملي او غیر سیاسي پروسې د ښه تطبیق لپاره دې مرسته وکړي.
هغه وویل، که چېرته د حکومت وسله وال مخالفین په یو شمېر سیمو کې ستونزې جوړې نه کړي، نو ژر به دغه ولایت د پولیو له ویروس څخه پاک شي.
يادو مسوولینو له کورنیو هم وغوښتل، چې تر پنځو کلونو د کم عمر ټولو ماشومانو ته واکسین وکړي او په خپلو سیمو کې روغتیايي ډلو سره همکاري وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA