ناپېژاندو وسله والود د هرات د ولايتي شورا يو غړی وواژه.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د دې ولايت د ولايتي شورا غړي محمد فاضل عفيف جمشېدي جسد يې روغتون ته وروړی دی.
د شېرزي په وينا، دا پېښه د امام فخر راضي سيمه شوې چې له جمشېدي سره يې يو تن ساتونکی هم وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، په دې بريد کې د جمشېدي يو ساتونکی ټپي شوی هم دی.
په ورته وخت کې د هرات امنيې قومندانۍ هم پېښه تاييدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې وروسته د هرات د ولايتي شورا د اداري هيات لپاره ټاکنې ترسره کېږي.


